قطب الدين هلال د ترکستان پر لاره
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

هلال صاحب ډير ناوخته د ترکستان پرلاره سفر پېل کوې، داسي وخت چې بهرني اشغالګر له هيواد څخه په وتلو دي او د ښاغلي کرزي د اداري پرځای د ځای ناستي اداري په اړه امريکا او ورسره متحدين يې غور کوي.

له ډيرې مودې راهيسې مې اوريدل چې ښاغلی قطب الدين هلال کابل ته ځې او راځي، د پېښور پر ځای د ارګ په ميلمستونو کې خوشاله وي، د ښاغلي کرزي د پوره شفقت او مهربانۍ وړ ګرځيدلی دی، په هر ځل ارګ ته ورتګ سره غوښنه مرسته ترلاسه کوي.

زما په څير او دا ډول نورو کسانو ته ځکه د تعجب وړ وه چې هلال صاحب يو وخت د اسلامي حزب د سياسي کميسون مشر او په اسلامي حزب کې د پوره واک او صلاحيت لرونکی شخص وو.

داچې د حزب اسلامي مشر حکمتيار صاحب په غرونو کې شپي تيرولي او د اوسني دولت پر خلاف يې د جهاد او مخالفت اعلان کړی وو، ولي بل خوا د همدې ګوند يو بانفوذه او مشهوره څيره د کابل ارګ ته تګ راتګ کوي؟ يو سوال وو.

د افغانانو تر ټولو بد عادت دادی چې کله قدرت ته ورسيږي بيا له چوکۍ څخه پر مرګ هم لاس نه اخلي، کله چې ښاغلی غيرت بهير د امريکايې زندان څخه راخلاص شو، او د ښاغلي حکمتيار له خوا د اسلامي حزب د سياسي کميسون مشر وټاکل شو، له هغه وروسته د هلال صاحب مغزو هم جوش وکړ او د کابل له حکومت سره يې تر پخوا هم دوستانه او نږدې اړيکې جوړې کړلې.

اوسمهال ډير وخت کېږي چې نوم يې دکابل د سياسي خلکو پر خولو ايسته دورې کېږي، او په اړه يې ډول ډول څرګندوني اوريدل کېږي.

د ويسا ورځپانې نږدې دوه اونۍ مخکې د وري پر ۲۶مه نيټه يوه مرکه  خپره کړې وه چې پکې ليکل شوي وو چې ښاغلی قطب الدين هلال د سولې عالي شورا غړيتوب نوی ترلاسه کړی او ددغې شورا له خوا څخه مياشتني معاش ۵۰۰۰ پنځه زره ډالر او د کور او اړوندو مصارفو له پاره ۲۰۰۰ دوه زره ډالر امتياز چې ټول ټال ۷۰۰۰  اوه زره ډالر کېږي ترلاسه کوي.

داسي هم ويل کېږي چې په کابل کې يې يوه لويه او ښايسته حويلۍ نيولې ده او هلته د اسلامي حزب هغه خلک چې د کابل په دريو حزب اسلامي ګوندونو (ارغنديوال، خالد فاروقي او سباوون) بې باوره شوي او اړيکې يې ورسره سمې نه دي او يا خو له يادو دريو ګوندونو څخه خفه ښکاري د هلال صاحب سره لاس يو کړی دی.

ممکن چې په نږدې راتلونکې کې هلال صاحب هم د اسلامي حزب په نوم څلورم ګوند اعلان کړي،  او ځينې پخواني د اسلامي حزب کسان يې تر څنګ ودريږي، چې دده په دغه ډول کړنه به د اسلامي حزب شاخې څلورو ته ورسيږي.

امريکا او د کابل حکومت تر ډيره او خپله وسه هڅه کوې چې طالبان او اسلامي حزب پر ډلو او وړو ګوندونو ووېشي، ترڅو د هغوی له وېښ او پاشل کېدو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي او د مقاومت ملا ورماته کړي.

د اسلامي حزب يوې وړي ډلي د خالد فاروقي (په هغه وخت کې د پارلمان وکېل) تر مشري لاندي په هغه لومړيو وختونو کې لا په کابل کې د حکومت د ملاتړ او په کابل کې د خپلو غړو د شتون اعلان وکړ.

که څه هم د حزب د وړي ډلي اعلان د شمال ټلوالي مشران  په تشويش کې کړل او هغوی دغه ډول اعلان د ځان پر ګټه نه باله، چې بالاخره هم هغسي وهم شول، همدغي ډلي د شمال ټلوالي پر واک تاثير وکړ، اوسمهال د کرزي اداره او په ځانګړي ډول ارګ د اسلامي حزب په محاصره کې ښکاري.

منم چې هلال صاحب به د غيرت بهير د واک پر زیاتوالي او د حکمتيار صاحب له خوا هغه ته د پوره واک پر ورکول خفه وي، او دا ډول ډير نور د اسلامي حزب غړي شته چې وايې ښاغلي حکمتيار يو ځل مخکې تيروتنه وکړه چې ډير واک يې خپل زوم جرير ته ورکړ، چې بالاخره هغه د حزب له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوله، شتمن شو، د حکمتيار پر خلاف شو اوس په بهرنيو هيوادونو کې ارام او سوکاله ژوند کوي، او د حزب ټول مقررات او اصول يې تر پښو لاندي کړل.

دا ځل بيا ښاغلي حکمتيار خپل زوم غيرت بهير ته د اسلامي حزب ټول واک ورکړی چې د حکمتيار صاحب دغه کړني د حزب پخواني مشران خفه کړي.

آياد حکمتيار د تيروتني او يا له هغه څخه د خفګان لاره داده چې د اسلامي حزب په نوم په کابل کې بل ګوند جوړ کړل شي؟

داسي هم ويل کېږې چې ښاغلی قطب الدين هلال د اسلامي حزب له خوا څخه مخکې وختونوکې د يو ځانګړي پېغام او پروګرام له مخي کابل ته راغلی وو، خو اوس هغه پروګرام بدلون موندلي او د اسلامي حزب له خوا څخه ورته ويل شوي چې نور ورکړل شوی پروګرام پای ته ورسوي او بيرته پېښور ته ولاړ شي، ولي هلال صاحب بوخت دی او داسلامي حزب لارښوونو او هدايت ته سر نه ږدي.

د ارغنديوال د حزب کسانو خو له لومړي سر څخه په خپلو ځانګړو او د حزب له کسانو سره په مجلسونو کې ويل چې دوی د حکمتيار صاحب په خوښه او دهغه پر هدايت د اسلامي حزب اعلان په کابل کې کړی دی.

وروسته له نښو نښانو داسي جوته شوه چې په ډيرو مواردو کې يې کړني د اسلامي حزب سره يو ډول او په ټکر کې نه دي.

خالد فاروقي هم په خپل وار تر ډيره حده اسلامي حزب (حکمتيار) ته ژمن ښکاري، سباوون صاحب خو له ډيره پخوا څخه لا له اسلامي حزب سره خدای پاماني کړي وه او د شمال ټلوالي سره يو ځای د طالبانو پر ضد پر جګړه بوخت وو.

د سباوون صاحب اړيکې هغه وخت د شمال ټلوالې سره لږ زيانمنې شوي، چې په کابل کې دده پر کور چاپه ووهل شوه، او له يو شمير نورو د اسلامي حزب د پخوانيو غړو سره يوځای ونيول شول، خو ډير ژر ټول بيرته راخلاص شول.

هلال صاحب ډير ناوخته د ترکستان پرلاره سفر پېل کوې، داسي وخت چې بهرني اشغالګر له هيواد څخه په وتلو دي او د ښاغلي کرزي د اداري پرځای د ځای ناستي اداري په اړه امريکا او ورسره متحدين يې غور کوي.

امريکا او نړيوال غواړي چې د ۲۰۱۴ انتخابات نړۍ ته داسي وښئې چې دلته په افغانستان کې هر څخه سم روان دي، په انتخاباتو کې بېلابېلې ډلې او ګوندونه ګډون لري، او د يرغل په تيرو له لسو زياتو کلونو کې موږ وتوانيدلو چې يو داسي افغانستان ولرو چې خپل ولسمشر د ټاکنو له مخي انتخابوي.

امريکا او ځينو افغان کړيو وکولای شول چې په ډير مهارت سره د طالبانو له ليکو څخه د معتصم آغاجان د بېلوالي اعلان د نړيوالو رسنيو له لاري نړۍ ته ورسوي.

همدا ډول به دقطب الدين هلال اواز هم په مهارت سره د نړيوالو تر غوږونو ورسول شي چې هلال صاحب چې د اسلامي حزب مهم، بانفوذه او واکمن شخص دی، په کابل کې اوسيږي او د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کې ګډون کوي.


April 25th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات